انصار: (د تله ۲۸ مه)، د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د ژوندي سارو د عکسونو او ویډیوګانو د خپراوي پر وړاندې تبلیغاتي کمپاین پیل کړی دی.
د دې وزارت یوه چارواکي پرون (شنبې) وویل چې د ژوندي سارو عکس اخیستل او په دفتر یا کور کې نصبول د شریعت خلاف دي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د ۱۷مې مادې له مخې، د ژوو یا ذی روحو عکس اخیستل منع دي.
طالبانو په رسمي ډول په بېلابېلو ولایتونو کې د عکس اخیستلو، ویډیو جوړولو او د ځینو تصویري رسنیو د فعالیتونو مخنیوی پیل کړی دی.
دغه ډله باور لري چې د اسلام د پیغمبر د حدیث له مخې، عکس اخیستل یوه لویه ګناه ده.
د امر بالمعروف وزارت د شنبې په ورځ د دې وزارت د یوه مفتي، محمد یحیی عارف خبرې په ایکسپاڼه کې خپرې کړې. یحیی عارف په دې پیغام کې وايي: «د خرو، سپو، زمریانو او مرغانو په شمول د ټولو ژوندي سارو عکس اخیستل منع دي. دغه عکسونه باید و نه پلورل شي، و نه وپېرل شي او نه په کورونو کې وساتل شي.»
دغه مفتی خلکو ته وویل چې د خرو او مرغانو په څېر د حیواناتو عکس اخیستل هېڅ ګټه نه لري.
عارف ټینګار وکړ: «کله چې امر بالمعروف اعلان کوي چې عکسونه منع او د شریعت خلاف دي، دا شخصي نظر نه دی؛ بلکې دا د شریعت او د خدای د پیغمبر امر دی.»
هغه له خلکو وغوښتل چې له عکس اخیستلو او د عکسونو له نصبولو څخه ډډه وکړي، ځکه چې په هغه باور، دا عمل ګناه ګڼل کېږي او د الهي عذاب سبب کېږي.
طالبانو په دې بسنه نه ده کړې او راپورونه ښيي چې دوی په تدریجي ډول ټول تلویزیونونه بندوي.
طالبانو تصویري رسنۍ د شریعت خلاف ګڼلې دي. دغه بهیر له کندهار ولایت څخه پیل شوی او بیا تخار ته رسېدلی، چیرې چې ځایي تلویزیونونو ته د بندولو امر شوی دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33991